MENU

Fun & Interesting

د اوکرايين او روسیې ترمنځ د اوربند هيلې، د جګړې پای څنکه او څومره شونی دی؟ بي بي سي

BBC Pashto 9,830 15 hours ago
Video Not Working? Fix It Now

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وايي د اوکرايين او روسيې ترمنځ اوربند ښايي څو راتلونکو اوونيو کې وشي. ده دا خبرې، سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره له کتنې وروسته، پر اوکرايين د روسيې يرغل درېيمې کليزې پر ورځ، د امريکا فاکس نيوز ټلويزيون سره کولې. ده ويل، د سولې هر ډول تړون بايد د اوکرايين د کوم ډول تسليمۍ معنا ونه لري، او د روښانه امنيتي ضمانتونو خونديتابه غوښتنه يې وکړه. ډونلډ ټرمپ هم دې ته اشاره وکړه، دا جګړه ښايي اوونيو کې پای ته ورسېږي، خو ويل یې اروپا، بايد د سولې خوندي کولو لګښت او بار پر غاړه واخلي، چې ښايي د اروپا سوله ساتي ځواکونه په کې وي، چې اوکرايين کې به ځای پر ځای کېږي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1 Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

Comment