MENU

Fun & Interesting

افغانستان کې د امريکا پاتې وسلې، وايي نيم ميليون بې درکه دي، خو څه ډول وسلې وې او څه شوې؟ بي بي سي

BBC Pashto 10,116 6 hours ago
Video Not Working? Fix It Now

یو شمېر باوري سرچینو بي بي سي ته منلې چې افغانستان کې د امریکا شاوخوا نیم میلیون پاتې شوې وسلې یا ورکې شوې، پلورل شوې او یا هم قاچاق شوې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، چې د افغانستان د پاتې شویو وسلو په اړه څېړنې کوي، په خپل راپور کې ویلي لږترلږه نیم میلیون وسلې، چې د پخواني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وې او بيا د طالبانو لاس ته ورغلې، لادرکه شوې دي. دې کمېټې له غړو هېوادونو پر ترلاسه کړو معلوماتو سربېره، د پخواني افغان حکومت او طالب چارواکو سره هم د دغو وسلو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د سرچینو په خبره، د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د قطر په دوحه کې د بندیزونو کمېټې ته ویلي نیم میلیون وسلې او وسيلې دوی سره نشته، خو زیاته کړې یې ده چې ډېر ښايي دا وسلې لا هم په افغانستان کې وي. #BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1 Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

Comment