څنګه کولی شوو د نورو په زړونو کې لاره پیدا کړو؟
ژباړه او راټولونه: مصطفی نور
مونږ ټول غواړو چې د نورو په زړونو کې مو یاد تل ژوندی وي او د دې یوازینۍ لاره د ښو اخلاقو لرل دي، کله چې خپلو خوږو یادونو ته ځو، نو موږ ته مهربانه او د ښه خوی څښتن رایادیږي او دوی تل زموږ په یادونو او زړونو کې ژوندي وي، داسې ژوند زموږ ټولو هیله ده، خو د دې لپاره باید د هغې په رازونو پوه شوو.
جذابیت ته د رسیدلو یو راز دا دی، باید پوه شو، چې جذابیت له ښکلا سره توپیر لري. ښايي د کوم چا څیره ښکلې نه وي، خو ډېر زړه راښکونکی وي او همدارنګه ځنې ډېر ښکلي وي خو په زړه پورې نه وي، جذابیت کاملا اکتسابی خاصیت دی او کولی شو په آسانۍ یې تر لاسه کړو.
۱ ظاهرا پاک او ښکلي اوسئ!
پاک او منظم اوسئ، نظم او پاکي تاسو ښکلي کوي، ځنې خلک د ښکلا څخه ناسمه مانا اخلي او ځانونه په عجیبه او غریبه توګه سینګاروي، مهمه خبره داده چې پاک او منظم واوسئ او په همدې حال ساده اوسئ، نا منظمتوب ستاسو ښکلې او مثبتې خبرې له منځه وړي، کوم ماشوم چې خپل پلار او مور تل منظم او پاک ویني، د کوم بل ناپیژند ظاهري ښکلا هغه نه شي غولولئ، ځکه ښايي د هغه کس ظاهر یې خوښ شي، چې له مثبتو څخه یې منفي اثرات ډېر دي.
۲- ډېره چوپتیا غوره کړئ!اکثرا ځنې خلک د دې لپاره چې جذاب ښکاره شي، بې ځایه او ډېرې خبرې کړي او په غلطه ځي، چوپتیا ډېره قوي رواني او ذهني اغیزه لري، په چوپتیا کې انسان یوه خالي ګاه پریږدي چې هره خالي ګاه په جذابیت ډکیږي، هغوی چې ډېرې خبرې کړي او لږ اوري په خپله ښکلا کې کمی راوړي، حال دا چې چوپتیا او غوږ نیول تاسو هوښیار او د ډاډ وړ معرفي کوي او دا د ګرانښت فضا نوره هم ډیروي، له باور څخه ډکه چوپتیا د ګرانښت سرچینه ده.
۳- خوږې خبرې وکړئ!
کله چې آرامه او نرمې خبرې کړئ، نور خلک پر ځان راماتوی او په آسانۍ کولی شی، پر دوی اغیزه واچوی، توند او عصباني خلک د ډاډ لپاره وړ کسان نه دي.
۴- ښاغلي واوسئ!
ځان ته، بل ته، په خبرو او کړنو کې بې احترامي ستاسو له جذابیت څخه ډېر څه کموي، تاسو باید هم ظاهراً منظم وی او هم د ننه، با ادبه او ښاغلي خلک بې شکه چې په زړه پورې دي او جذابیت یې له ننه چیغې وهي.
ښاغلي، با ادبه او باشخصیته واوسئ، وبه وینی چې پخپله به جذابه شئ.
۵- تل په شونډو موسکا لرئ خو ډېرې مسخرې مه کوئ!
ډېرې مسخرې ستاسو ذهني قوت او جذابیت کموي، ځکه ډېرې مسخرې په تدریج سره د خلکو په منځ کې مرزونه له منځه وړي، مسک اوسئ ځکه موسکا مو په څیره کې ښکلا راوړي، په موسکا کې دروندوالی، نرمي او جذابیت دی.
۶- په قاطعیت کې جذابیت دی؛
څوک چې قاطع شخصیت لري او ټاکلې موخې لري، بې استثنا کولی شي جذاب واوسي، ځکه جذاب او اغیز لرونکي شخصیتونه دي، چې ډېر مصمم او په ځان باور لري، د موخو ټاکل او په هغه پسې تلل او رسیدل په تاسو کې ځان باورې رامنځته کوي او جذابیت د داسې خلکو په څیرو کې څپې وهي