د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندر غزيدلې وه د اوسني افغانستان سربېره کشمير، سندهـ او لويديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې رانغاړلي وو.
يما بارز هند ته د يوه سفر په ترڅ کې هغه لارې څارلې چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې پری هند ته تللي وو. په دې هکله د رپوټونو په لړ کې د دغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د پاتې ياددونو انځور ورکړل شوى.
د دغې لړۍ درېيم پروگرام کې اورئ چې احمد شاه ابدالي ډيلی څنګه ونيو او د هند مات شوی مغول امپراتور څنګه تسليم شو؟