MENU

Fun & Interesting

ناشناس: د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه مې خبرې ناسمې وې

BBC Pashto 57,591 6 years ago
Video Not Working? Fix It Now

د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت "ناشناس" ویلي، د پښتو ژبې ادبیات او تاریخ د ده د تخصص برخه نه دي او د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه کافي مالومات نلري. د نوموړي ځینو څرګندونو دې وروستیو کې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه را پارولي. تېره اونۍ په لندن کې په یوه غونډه کې د احمدشاه بابا او پټې خزانې په اړه د ناشناس ځینو څرګندونو پر خواله رسنیو تود بحث را پاورلی. د چارشبنې پر ورځ ښاغلي ناشناس د بي بي سي پښتو راډيو له مشر ډاکټر داود اعظمي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ومنله چې خپلو څرګندونو ته یې کوم اکادمیک جواز یا سند نه درلود، او زیاته یې کړه چې له تاریخ او ادبیاتو سره یې له پیله ډېره جوړه نه وه.

Comment