MENU

Fun & Interesting

افغان ټاکنې: ګلبدین حکمتیار سره مرکه

BBC Pashto 10,556 5 years ago
Video Not Working? Fix It Now

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار وايي که ولسمشر شي په پوهنتونونو او د زدکړو په نورو مرکزونو کې د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي سره بېلوي. ښاغلی حکمتیار وايي دا کار به په تدریجې بڼه تر سره کړي. دی د ښځو پر وړاندې د تاورتریخوالي د مخنیوي په قانون هم نیوکې کوي او وايي دې قانون د کورنیو ویشلو ته زمینه برابره کړې. ګلبدین حکمتیار د سولې او اسلامي عدالت تر شعار لاندې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړي چې فضل هادي وزین او حفیظ الرحمان نقي ورسره مرستیالان دي. د بي بي سي د کابل دفتر مشر شعیب شریفي له ښاغلي حکمتیار سره مرکه په افغانستان کې د ولسواکۍ د برخلیک په اړه په پوښتنه پیل کړې.

Comment