کندوز کې کابلبانک سره څېرمه ځانمرګي مرګژوبله اړولې - بي بي سي نړۍ دا وخت
له افغانستانه راپورونه وايي کندوز ښار کې يوه ځانمرګي بريد چې د کابلبانک څانګې مخې ته شوی، مرګژوبله اړولې ده. د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند ويلي، چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. سيمه کې بيا کسانو چې د سترګو ليدلي حال کیسه یې کوله، ويلي پېښه داسې مهال شوې، چې د طالبانو حکومت کارکوونکي د معاشونو اخيستو لپاره د بانک مخې ته ولاړ وو. ځينو راپورونو کې دغې چاودنې کې، چې ځانمرګی بريد بلل شوی، د مرګژوبلې شمېر لا لوړ ياد شوی دی. لا تر اوسه روښانه نه ده، چې دا بريد د چا کار و، خو له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، داعش په وار وار طالبان او نور لږکي په نښه کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:27 کندوز کې چاودنه
4:47 د طالبانو او داعش ترمنځ تاوتريخوالي ارزونه
9:17 د غزې په اړه د ټرمپ څرګندونو پر وړاندې د حماس غبرګون
11:23 د غزې اوربند حالت
14:17 د غزې شمال ته د بې ځايه شوو فلسطينيانو ستنېدا
17:40 اقتصاد، اوونيزه ګڼه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto