MENU

Fun & Interesting

زه څوک یم؟ پښتو آزاد غزل

د سپوږمۍ د هیلو کاروان 335 lượt xem 2 weeks ago
Video Not Working? Fix It Now

زه څوک یم ؟

ها قصه نه یم، چې هېره په وختو شم

اور لمبه نه یم ، خاموشه په اوبو شم

 
لوړو څوکو د بابا ته شې کتلی ؟

نه یم سیوری ، چې پرته د چا په پلو شم


لمر سپوږمۍ د شغلو رنګ که در مالوم وي

زه تیاره نه یم ، اوږده په شبګیرو شم

 
زه د ټولو ښکلا ګانو یو مفهوم یم

زه سپېده نه یم ، چې مړه په لمر ختو شم

 
زه غرور یم د هغې پېغلې ملالې

ماته نه منم ، چې تښیې له جګړو شم


صداقت کې کړم عزت د خپلې خاورې

زه هغه نه یم ، چې خرڅه په پیسو شم


زما پړونۍ د بیرغ ښکلي رنګونه

څه څپه نه یم ، چې ماته په موجو شم

 
په یاد ولره تاریخ به ثبتومه

پټه خوله نه یم ، ګنګۍ په فشارو شم


تل به لیکم پټ ، ښکاره حقیقتونه

شګو بند نه یم ، چې وران په سېلابو شم

سپوږمۍ وردک

کال ۱۴۰۳ د دلوې میاشت ۲۴ نېټه

کال ۲۰۲۵ د فېبرورۍ میاشت

تورنتو – کاناډا 



# poetry over #pashto #afghanlove #پښتو غزل #غزل #خوږغزل

Comment