MENU

Fun & Interesting

Da Pohe Zwak - Episode 38 | د پوهې ځواک - اته دېرشمه برخه

LemarTV 267 5 days ago
Video Not Working? Fix It Now

د پوهې ځواک خپرونه، د پوهې ځواک خپرونه په لمر تلویزیون کې یواځنۍ خپرونه ده چې د افغانستان په سطحه په علم پوښلي اشخاص راپېژني او د خپرونې ګډون کوونکو ته د استعداد د آزماېښت لپاره بهترینه زمین برابروي تر څو له شته فرصت څخه په ګتې اخیستنې سره وکولی شي خپل تعلیمي سطحه وازمايي او بریالي شي. د پوهې ځواک خپرونه یوازې دا نه چې استعدادونو را برسېره کوي بلکې ګټونکی یې په ۱۰ زره افغانیو هم نازوي. دا خپرونه په خپل ذات کې درې پړاوه لري، چې هر یوه برخه یې په زړه پورې ده او ګدون کوونکي ته فرصت په لاس ورکوي چې د لس زره افغانیو ګټونکی شي؟ په دې خپرونه کې درې ډوله پوښتنې کېږي او دوه ډلې په دې خپرونه کې ګدون کولی شي، چې هره ډله به ځانته یو لوبډل مشر لري، دا خپرونه په عمومي پوښتنو پیلېږي او له هر ګدونوال څخه ۳ پوښتنې کېږي چې باید په ۳۰ ثانیو کې ځواب ورکړي. هره لوبډله درې غړي لري چې له هر غړي څخه یې ۳ درې پوښتنې کېږي او هره پوښتنه بیا ۵ نمرې له ځان سره لري، چې په اول پړاو کې د ۴۵ امتیازونو په درلودل سره ختمېږي. په دویم پړاو کې دوه څلور ځوابه پوښتنې کېږي او هره پوښتنه ۱۰ امتیازونه له ځان سره لري، هره لوبډله په خپل منځ کې د ځواب د پیدا کولو لپاره مشوره کوي او دقیق ځواب به وايي. په درېیم پړاو کې هرې لوبډلې ته په درې انځور لرونکې پوښتنې ترتیب شوي چې د یو هېواد بیرغ ، تاریخي ځای او نقشه به وي، هره لوبډله په خپل منځ کې د ۳۰ ثانیو لپاره حق لري چې مشوره وکړي او د انځور کره ځواب وړاندې کړي. د پوهې ځواک خپرونه یوازې دا نه چې استعدادونو را برسېره کوي بلکه ګټونکی یې په ۱۰ زره افغانیو هم نازوي.او د نن شپې په خپرونه کې هم یوه لوبډله د لس زره افغانیو ګټونکې شوه او لس زره افغانۍ له ځان سره یوړې. دا خپرونه په خپل ذات کې درې پړاوه لري، چې هر یوه برخه یې په زړه پورې ده او ګدون کوونکي ته فرصت په لاس ورکوي چې د لس زره افغانیو ګټونکی شي. Afghanistan’s most popular Pashto TV which publishes weekly entertainment content on YouTube. Enjoy your time with your favorite Afghan shows on LemarTV YouTube channel. You can follow our weekly updates on Social Media using the links bellow: Subscribe: https://bit.ly/3qnNSJq Instagram: https://bit.ly/3ckucRQ Facebook: https://bit.ly/3kXDhUo Twitter: https://bit.ly/3bsXiPy Subscribe for getting updates on your favorite content when it is published!

Comment