چې ډکه وي له درده او له غمه ای جانانه
ګڼي ستا عاشقان هغه لار سمه ای جانانه
په کوم نامه دې وبولم، په کوم لقب دې ياد کړم
ای ياره، ای نګاره، ای صنمه ، ای جانانه
دا رنګه راته وګورې چې کړي هر يو باڼه دې
زما د ژوندانه يوه شپه کمه ای جانانه
شايد ستا عاشقانو هغه شپه ژړلي نه وو
ګلان وو سهار پاتې بې شبنمه ای جانانه
ګرمي د هر سفر وه بيا دروېش ته بې اثره
چې لاړ ستا په سايه کې څو قدمه ای جانانه
- دروېش دراني