MENU

Fun & Interesting

La Mastai Wa Raqibano Ta Kanzal Kram ۔ Ijaz Ufaq

Ijaz Ufaq 2.0 211,226 1 year ago
Video Not Working? Fix It Now

(تضمين بر شعرِ خان علين مکان) د خوشال خټک د پلونو خاورې ښکل کړم "له مستۍ و رقيبانو ته ښکنځل کړم" شوق د ښکلو او د سرو ميو د څښل کړم دا يو کار د سړيتوب دی، دا به تل کړم چې ته راشې، غزل راشي، څراغ بل کړم چې ته لاړه شې، زه لوبې په پنسل کړم نور دې څومره رانژدې کړمه سينې ته؟ وايه څومره دې لا ښکل کړم چې دې خپل کړم په قانون، نه په ملا او نه په نرخ يم زه د زړه سړی يم، تل د زړه منل کړم چې مې ځان کړ حواله د قام و درد ته يو سړی وم، خدای په څو ورځو کې سل کړم قام پرست يې کړم په وينه او په مينه زه پوره يم، څه حاجت چې ځان تلل کړم ~خان زمان کاکړ #ijazufaq #khushalkhankhattak #pashtonewsong

Comment