Shakila Naz Laghman‘Kabul‘Kandahar‘Kunduz‘Nangarhar‘Herat‘Mazar watching all provinces Hero TV
Hero TV
188,754 lượt xem 4 years ago لغمان ته دکوزې پښتونخوا څخه یوشمېرراغلو لیکوالانو او شاعرانو د سراج تاریخي کلا او دانش فرهنګي مرکز څخه لیدنه وکړه.
دکوزې پښتونخوا څخه لغمان ته راغلو یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو ډاکټراباسین یوسفزي ، درویش دراني ،عبدالحکیم عندلیب ، فاروق فراق، حسینه ګل تنها ، نورین شمعه ،ثمیه قادر او تکړه سندرغاړې شکیلا ناز چې د لغمان والي رحمت الله یارمل او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې د سراج تاریخي کلا د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ امر محمد نادر مخور له لوري راغلو میلمنو ته د سراج کلا بېلا بېلې تاریخي برخې اوښودل شوې او په اړه یې معلومات وړاندې شول.
دغه راز دلغمان والي او راغلو فرهنګیانو د دانش فرهنګي مرکز او کتابتون هم ولیده او د ځوان نسل د ښې روزنې، ژبې، قلم او د کتاب لوستلو لپاره یې ددغه مرکز د مسوولینو هڅې وستایلې