MENU

Fun & Interesting

DW Pashto پښتو

DW Pashto پښتو

د اروپا له زړه څخه د نړیوالو خبرونو او تحلیلونو له پاره دویچه ویله تعقیب کړئ. دویچه ویله تاسو ته د نړۍ پر تازه پيښو سربیره ژور تحلیلونه وړاندي کوي. په سیمه او دلته په سټوډیوګانو کې زموږ خبریالان د هغو پيښو په هکله چې زموږ په لیدونکو پورې اړه لري تفصیلي تحلیلونه وړاندې کوي.


دویچه ویله د آلمان نړیواله رسنۍ ده چې په ۳۰ ژبو مطالب خپروي. موږ په آلمان او اروپا کې د ټولنیزو سیاسي او اقتصادي تحولاتو په هکله خپلواک رپوټونه ورکوو. دویچه ویله هیله منده ده چې د مختلفو کلتورونو او خلکو ترمنځ تفاهم پرمخ بوځي.


دویچه ویله د آلمان د حکومت له لوري تمویلیږي او کار یې د دویچه ویله د قانون (p.dw.com/p/17MtP) له مخې تنظیمیږي، په دې معنی چې متحوا یې تل د حکومت له نفوذ څخه مستقله ده.


موږ له تاسو غواړو چې په دې چېنل کې خپلې تبصرې او بحثونه شفاف او د احترام په رعایتولو سره پرمخ یوسئ. د نورو معلوماتو له پاره پر لاندي لېنک کليک وکړئ.