MENU

Fun & Interesting

ډاکټر نجیب الله چا له هوایي ډګره راګرځولی وو؟

DW Pashto پښتو 9,223 lượt xem 3 years ago
Video Not Working? Fix It Now

د افغانستان او پاکستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پخوانی استازی بینون سیوان، چې په ۱۹۹۰یمو کلونو کې یې د ډاکټر نجیب الله د حکومت او مجاهدینو ترمنځ د سولې له پاره منځګړتوب کاوه، پر دې باور دی چې د افغانستان اوسنی وضعیت له هاغه وخت سره زیات شباهت لري.
هغه له دویچه ویله سره په یوه خانګړې مرکه کې وویل چې امریکا به افغانستان یوازې پریږدي او اندیښنه یې څرګنده کړه چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني به د نجیب الله له مشابه حالت سره مخامخ شي.
خو امریکا متحده ایالات او د ناټو غړي هیوادونه ټینګار کوی چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو وروسته به هم له دغه هیواد سره خپلې اقتصادي مرستې جاري وساتي.

-----
Subscribe:https://www.youtube.com/channel/UC5pFu_fzPSg7RiLSRpjwBgg?sub_confirmation=1
Visit: www.dw.com/pashto
Facebook : https://www.facebook.com/dw.pashto
#DWPashto #DWDari

Comment