MENU

Fun & Interesting

افغانستان کې د سيلانۍ غوړېدا، خو بهرنيان څومره دغه هېواد ته د ورتلو لېوالتیا لري؟ بي بي سي

BBC Pashto 14,188 lượt xem 1 month ago
Video Not Working? Fix It Now

ځينې شمېرې ښيي چې افغانستان کې له ننګونو سره سره د سيلانۍ سکتور په غوړېدو دی. زرګونه بهرني سيلانيان پر دغه هېواد ته دا تېر يو کال په سفر ورغلي، او د مېلمه پالنې او هوټلونو خدمت کې هم لوی بدلونونه راغلي دي. له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو لکه کړې، د تاوتريخوالي پېښو او جګړې درېدو سره، دغه هېواد ته د بهرنيو سيلانيانو د ورتلو لېوالتيا داسې ښکاري په زياتېدو ده. هغه شمېرې چې طالب چارواکو خپرې کړې، ښيي چې تېر يوه کال کې دغه هېواد ته د ورغلو سيلانيانو شمېر له ۷ نيم زرو اوښتی دی. سره له دې چې دا شمېرې مثبت اړخ ښيي، خو د ډېرو لوېديځو هېوادونو لپاره دغه جګړې ځپلې هېواد کې امنيت لا هم نازک دی، او خپل هېوادوال نه هڅوي چې افغانستان ته به چکر ورشي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

Comment