MENU

Fun & Interesting

ابدالي پلونه: د پاني پت پر دریمه جګړه ځانګړي رپوټونه: لومړۍ برخه

BBC Pashto 17,977 lượt xem 5 years ago
Video Not Working? Fix It Now

د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندر غځېدلې وه د اوسني افغانستان سربېره کشمير، سندهـ او لوېديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې رانغښتي وو.

يما بارز هند ته د يوه سفر په ترڅ کې هغه لارې څارلې چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې پری هند ته تللي وو. په دې هکله د رپوټونو په لړ کې د دغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د پاتې يادونو انځور ورکړل شوى.
د دې لړۍ لومړنی پروگرام د احمد شاه ابدالي حکومتي نظام، د هغه مهال پوځ او د افغانستان د هغه مهال اقتصادي حالت ته ځانگړى شوى دی.

Comment